د سږ کال په جریان کې د پولیو لومړۍ پېښه د ننګرهار په بټی کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۴ نېټه):
د راپورونو له مخې د عامې روغتیا وزارت ویلی، د ننګرهار په بټی‌کوټ ولسوالۍ کې د ګوزڼ یا پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې، چې دا په روان ۲۰۲۳ کال کې د پولیو ویروس لومړنۍ مثبته پېښه ده چې په هېواد کې ثبتیږی.
عامې روغتیا وزارت په یوې اعلامیه کې زیاته کړې، په ۲۰۲۰ کال کې د ګوزڼ ناروغۍ ۵۶ مثبتې پېښی، په ۲۰۲۱ کال کې ۴ مثبتې پېښې او په ۲۰۲۲ کال کې یوازی ۲ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
یاد وزارت زیاته کړې، د ګوزڼ ګواښ له هېواده په بشپړ ډول نه‌ دی لرې شوی، خو زیاتوی دغه وزارت په پام کې لری چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین فرعی کمپاین پیل کړی چې په ترڅ کې به یې څه باندې ۶.۴ میلیونه ماشومان واکسین شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.