کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۴ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر پر بنسټ، په تهران کې د افغان سفارت او په زاهدان کې د افغان کونسلګرۍ د مسوولینو د هڅو په پایله کې، د څلورم ځل لپاره ۲۳ تنه د دینی زده کړو، افغان زده کړیالان چې د قانونی اسنادو د نه درلودلو له امله، څه موده وړاندی نیول شوی وو، آزاد کړل شول.
د خبر له مخې آزاد شوی کسان نن له غرمې وروسته په نیمروز کې د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ رییس ته وسپارل شول.
د یادونې وړ ده، په تېرو دوو میاشتو کې ۵۴ بندیان نور هم په دریو پړاوونو کې خوشې او نیمروز ته راستانه شوی، چې ډېرى یې د دینی مدرسو زده کوونکی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ