کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۵ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د ابرار موسسې له لوری د ۳۲۰ کلیوالی ټولګیو سره د سولری تختو سربېره د پکیو مرسته ترسره شوې ده.
د خبر له مخې یادې موسسې د لغمان پوهنې ریاست په چوکاټ کې یادو ۳۲۰ کلیوالی ټولګیو لپاره ۳۲۰ سولری تختې ۲۶۷ چتی پکی، ۵۳ پایې زمینی پکی او ۳۲۰۰ متره سولری لېن د زده کوونکو د تدریس د سهولت لپاره مرسته کړې ده.
مسوولینو د دغې موسسې له همکارۍ مننه کړې او خوښی یې څرګنده کړې چې د زده کوونکو په سهولت کېدو سره به دوی خپلې زده کړې په ښۀ ډول مخته یوسی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ