کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۵ نېټه):
د ترکی رسنیو د خبرونو له مخې د ترکیې د ټاکنو عالی شورا اعلان کړی، چې د دغه هېواد د ولسمشرۍ نږدې ۹۲ سلنه رایې شمېرل شوې دی.
رسنۍ وایی د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه رجب طیب اردوغان ۴۹.۴۹ سلنه او قلیچدار اوغلو ۴۴.۷۹ سلنه رایې ګټلې دی.
ګڼو رسنیو او د تاکنو د پایلو څارونکو اټکل کړی، چې ښایی ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شی.
د ترکیې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردغان ویلی، د ولس پرېکړې ته درناوی لری او کۀ هر یو ګټونکی شو، دۀ ته د منلو وړ ده.
ښایی د نن ورځې تر پایه د ترکیې په بېلابېلو سیمو کې پاتې اته سلنه رایې هم وشمېرل شی، چې ورسره به د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی او یا بل پړاو ته د ټاکنو د تللو پرېکړه جوته شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ