کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۵ نېټه):
د ایرانی رسنیو د خبر له مخې تېره ورځ د افغانستان او ایران پر ګډې پولې هیرمند کې د افغان او ایرانی پوله ساتو ترمنځ نښته شوې، چې په کې یو ایرانی پوله ساتی وژل شوی دی.
فارس او اېرنا خبری آژانس بیا ویلی، چې دغه نښته د دوی د ځواکونو او قاچاقبرانو ترمنځ د ډزو پۀ دوام شوې ده.
افغان لوری تر اوسه په دې اړه څۀ نۀ دی ویلی، خو یو شمېر ځایی سرچینو بیا رسنیو ته په ډاګه کړې چې دغه نښته لومړیو کې د ایرانی پوله ساتو او قاچاقبرانو ترمنځ شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ