کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۵ نېټه):
د راپورونو له مخې د خوست پوهنې ریاست مسوولینو ویلی، د تېرو جګړو او طبیعی پېښو له امله په دغه ولایت کې د څه باندې سلو ښوونځو ودانۍ ویجاړې شوی او بیارغونې ته اړتیا لری.
د مسوولینو په خبره په خوست کې ۱۰۰ ښوونځی هېڅ ودانۍ نه لری او نږدې ۲ سوه نور یې بیا احاطې نه لری.
د دغه ولایت اوسېدونکی او زده کوونکی په تېرو جګړو کې د دغو ویجاړو شویو ښوونځیو د رغولو غوښتنه کوی.
د خوست د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۳۷۰ دولتی او شاوخوا ۱۳۰ خصوصی ښوونځی موجود دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ