کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۵ نېټه):
پاکستانی رسنیو د اسلام آباد د پولیسو له قوله خبر ورکړی، چې د عمران خان ګوند د پلویانو له لوری په وروستیو تاوتریخجنو لاریونونو کې دولتی تاسیساتو او شتمنیو ته سخت زیان اوښتی دی.
رسنیو د اسلام آباد پولیسو د یوې خپرې کړې اعلامیې له قوله ویلی، چې اعتراض کوونکو ۱۲ نقلیه وسایط، ۳۴ موټر سایکلونه سوزولی او د اسلام آباد صنعتی سیمې کې یې د پولیسو د ماموریت یو دفتر ته هم اور اچولی دی.
د اسلام آباد د پولیسو په اعلامیه کې ویل شوی، چې د پراخو او تاوتریخوالی ډکو اعتراضونو له امله د ۲۵۰ میلیونو کلدارو په ارزښت دولتی تاسیساتو او مالونو ته زیان رسېدلی دی.
د تېرې سې شنبې په ورځ د ځمکې د فساد په قضیه کې د لاس لرلو په تورد عمران خان تر نیولو وروسته یې پلویانو په غبرګون کې په ټول پاکستان کې له تاوتریخوالی ډک لاریونونه ترسره کړل او د نوموړی د آزادولو غوښتونکی شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ