د بغلان د سمنټی برېښنایی پایو جوړولو فابریکې تولیدات زیات شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان د سیمنټی پایوو جوړولو کارخونې مسوولینو ویلی، چې د سمنټی ستنو تولید تر مخکې کلونو زیات شوی او دوی په دې هڅه کې دی، چې نور هم د دغو پایو تولید پراخ کړی.
د خبر پر بنسټ د بغلان د برېښنا رییس ویلی، چې تولید یې تر پخوا زیات شوی او دغه فابریکه په عادی ډول په دوه کاری وختونو کې هره ورځ ۲۷ د برېښنا ستنې تولیدوی، چې ۱۳ ستنې یې لس متره او ۱۴ ستنې یې دولس متره دی.
نوموړی زیاتوی، چې د بغلان برېښنایی ستنو جوړولو فابریکه کې تولید کېدونکې ستنې له ښه کېفیت څخه برخمنې دی او دوی په دواړو کاری وختونو کې هڅه کوی، څو اته متره، لس متره او دولس متره ستنې تولید کړی، چې دا چاره په عادی ډول مخ پر وړاندې روانه ده.
د دې فابریکې فنی کارکوونکی وایی، دوی درې ډوله ستنې تولیدوی او غوښتنه کوی چې د افغان حکومت دې د دې فابریکې زاړه شوی ماشینونه ورته نوی کړی څو دوی له دې هم زیاتې برېښنایی ستنې تولید کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.