د سولې او بیان آزادۍ د لارې شهید وحید مژده په یاد غونډه جوړه شوه

د هغې غونډې په ترڅ کې چې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې له خوا د سولې او بیان آزادۍ د لارې د شهید وحید مژده په یاد جوړه شوې وه، د افغانستان د ژورنالیستانو او خبریالانو د مالی ملاتړ صندوق له خوا، د نوموړی شهید له کورنۍ سره د سل زره افغانیو مرستې اعلان وشو.
یاده غونډه د پنجشنبې په ورځ د قوس په اوومه نېټه د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په دفتر کې د افغانستان د سیمه ییزو او ستراتیژیکو څېړنو مرکز په همکارۍ جوړه شوې وه.
پراګرام ﺩ ﻗﺮآﻧﮑﺮﯾﻢ د ﻣﺒﺎﺭﮐﻮ ﺍﯾﺘﻮﻧﻮ په تلاوت پیل شو چې وروسته د ګهیځ ټولنې د اړیکو مسؤول احمد ضیاء رحیمزی پرانیستونکی وینا وکړه چې د خپلو خبرو په ترڅ کې یې د شهید وحید مژده د لیکنو او هلو ځلو د یادونې تر څنګ وویل چې شهید وحید مژده تل د پردی استعمار او پردۍ جګړې پر خلاف خپل غږ اوچت کړی او په هېواد کې یې د سولې او سوکالۍ‌ لپاره مبارزه کړې.
ښاغلی رحیمزی په خپلو خبرو کې د ګهیځ ټولنې په استازیتوب له چارواکو او فرهنګ پاله شخصیتونو غوښتنه وکړه ترڅو د شهید وحید مژده مقالې، لیکنې او هغه بحثونه چې نوموړی شهید د بېلابېلو رسنیو له لارې تر سره کړی دی، را ټول او په کتابی شکل یې د نوموړی د قلم مینه والو ته وړاندی کړی.
ورپسې مشهور لیکوال، ژورنالیست او د ویسا ورځپاڼې مسؤول مدیر محمد زبیر شفیقی د شهید مژده د ژوند پر وروستیو کلونو تبصره وکړه او زیاته یې کړه چې شهید وحید مژده هېڅ کله او په هېڅ ځای کې د حق له ویلو سر ندی غړولی او په ناستو او بحثونو کې یې دده د حق بیانۍ ځینې بېلګې وړاندې کړې.
همدارنګه د پروګرام بل وینا وال، د کابل پوهنتون استاذ او د حقوقی چارو کار پوه محمد موسی فریور د شهید مژده مرګ یوه ضایعه وګڼله او ویې ویل چې مژده د افغانستان د خلکو د آزادۍ په لار کې شهید شو. نوموړی هم د ګهیځ ټولنې ددې موقف هرکلی وکړ چې د شهید مژده آثاز او لیکنې باید را ټول کړای شی او تر عامو مینه والو یې ورسول شی.
ورپسې د ستراتیژیکو اوسیمه ییزو څېړنو مرکز رئیس ښاغلی نصیر احمد نویدی خبرې پیل کړې او په داسې حال کې چې شهید مژده یې د بیان آزادۍ د لارې قربانی و ګڼلو او له دولت یې وغوښتل ترڅو د مژده قاتلین پېدا او مجازات کړی.
د پروګرام په بله برخه کې د افغانستان ﺩ ژﻭﺭﻧﺎﻟﯿﺴﺘﺎﻧﻮ او خبریالانو د مالی ملاتړ ﺻﻨﺪﻭﻕ رییس او سابقه دار ژورنالیست، ﻣﺤﻤﺪ ﺍﺻﻒ ﻭﺭﺩګ ﺧﺒﺮې ﻭﮐړې، نوموړی ﺩ ﻣژﺩﻩ ﺻﺎﺣﺐ ﻣړﯾﻨﻪ د افغانستان رسنیزې کورنۍ ته ﻟﻮﯾﻪ ﺿﺎیعه وګڼله او د یاد صندوق له خوا یې د نوموړی شهید ﻟﻪ کورنۍ ﺳﺮﻩ یې د ﯾﻮﻟﮏ افغانیو مرستې اعلان هم وکړ.
همدارنګه په یاد پروګرام کې د عمران فیروز په نامه د شهید مژده یوه خوریی چې په خپله هم خبریال او ژورنالیست دی، خبرې وکړې او د شهید مژده په اړه یې د دې پروګرام له جوړونکو مننه وکړه. د پروګرام په پای کې د ګهیځ ټولنې غړی او د افغانستان علومو اکاډمۍ علمی غړی مولوی محمد امان رسولی له خوا د شهید مژده روح ته فاتحه دعا وکړه او په خپلې دعا سره یې پروګرام پای ته ورساوه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.