سوداګرۍ وزارت وایی، د کورنیو تولیداتو کېفیت باید لوړ شی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۷ نېټه):
د راپورونو له مخې کابل کې د کورنیو تولیداتو نندارتون په وروستۍ ورځ په کور دننه د صنعتی تولیداتو د کېفیت پر ښه کېدو او په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې پر اړتیا ټینګار وشو.
د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلی، چې د ټیټ کېفیته توکو د تولید د مخنیوی لپاره یې معلوماتی بانک جوړ کړی دی.
په ورته مهال د اقتصاد وزارت سرپرست له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتی، چې په افغانستان کې د اقتصادی ودې لپاره پانګونه وکړی.
د صنعت اونۍ په دې نندارتون کې۶ سوه صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
د دغه نندارتون د سمبالوونکو په وینا، له دغه نندارتونه ۱۶۰ زره کسانو لیدنه کړې چې ۴۰ سلنه یې ښځینه وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.