کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۷ نېټه):
د راپورونو له مخې د برېښنا شرکت مسوولینو ویلی، چې د تېر حکومت یو شمېر کارکوونکی که د برېښنا پورونه ورنه کړی، کورونه به یې داوطلبۍ ته وسپاری.
د برېښنا شرکت رییس زیاته کړې، چې په دې اړه یې د سرپرست حکومت له رهبرۍ سره خبرې روانې دی.
د برېښنا شرکت وایی، هغه کسان چې اوسمهال د برېښنا د لګښت پورونه پرې پاتې دی، نومونه به یې ډېر ژر له رسنیو سره شریک شی.
برېښنا شرکت دغه راز د وارداتی برېښنا د بدیل یوازینۍ لار د اوبو د بندونو په برخه کې پانګونه بولی.
دغه شرکت په راتلونکی کال کې د عوایدو ډېروالی ته خوښی څرګنده کړې ده.
افغانستان کې په کور دننه د برېښنا د تولید ترڅنګ دغه هېواد د اړتیا وړ ۴۴۰ میګاواټه برېښنا له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ