یونیسف وایی، افغان ماشومانو ته د پولیو واکسین په ښه ډول پر مخ روان دی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۷ نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وایی، د شپږ نیم میلیونو افغان ماشومانو د پولیو واکسین ښه پر مخ روان دی.
د یونېسف متخصصین وایی، ډېره مهمه ده چې افغان ماشومان واکسین شی؛ ځکه لسګونه زره داسې ماشومان شته، چې په ژوند یې واکسین نه‌ دی ترلاسه کړی.
یونېسف وایی، د شپږ نیمو میلیونو تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو د پولیو یا ګوزڼ واکسین په ۲۳ ولایتونو کې دوام لری.
د یونېسف د واکسین د پروګرام د عامه اړیکو د برخې مسوول سید کمال شاه وایی، چې د پولیو د روان واکسیناسیون تر پای وروسته به معلومه شی، چې دا وار له پلان شوې اندازې څومره ماشومانو ته واکسین لګول شوی.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دی، چې لا هم د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغی په‌ کې په بشپړه توګه له منځه نۀ ده تللې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.