کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دا لیدنه د کندهار په امنیه قومندانۍ کې امنیې قومندانۍ سره د ملګرو ملتونو امنیتی مشاور رابرټ او د یوناما حوزوی دفتر مشر الیکس ترمنځ شوې ده.
د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیتی مشاور رابرټ زیاته کړې، چې دوی په کندهار کې د بېلابېلو پرمختیایی پروژو څخه لیدنه ترسره کړه.
دوی خوښی وښودله، چې سیمه کې یې هر څه د پرمختګ په حال کې ولیدل.
د یوناما حوزوی دفتر مشر ایلکس بیا زیاته کړه، چی دوی په زراعت، غذایی موادو، د کانالونو پاکولو او نورو اړینو برخو کې د سرپرست افغان حکومت سره په همغږی خدمات وړاندې کوی.
د خبر پر بنسټ د کندهار امنیه قوماندان دوی ته لیدنه کې د امنیت او هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او مننه یې کړې، چې موسیسات په دغه ولایت کې په پرمختیایی او نورو مهمو برخو کې کارونه مخته وړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ