د بلخ په څلورو ولسوالیو کې د پاکو اوبو رسولو شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ د کلیو، بیارغونی او پراختیا ریاست تر چتر لاندی د USAID/BHA په مالی ملاتړ او د IMC موسسې په تخنیکی همکارۍ د چمتال ولسوالۍ په پشمه قلعه کلی کې، د بلخ ولسوالۍ اصفهان کلی، د دولت آباد ولسوالۍ شنگل آباد کلی او د چهاربولک ولسوالۍ په خواجه روشنایی کلی کې د پاکو اوبو رسولو شبکې جوړی او ګټی اخیستنی ته وسپارل شوې.
د خبر له مخې دغو مراسمو کې مسوولینو ویلی، چې د یادو څلورو شبکو په فعال کېدو سره به د یادې سیمې خلک د څښاک پاکو اوبو ته ۲۴ ساعته لاس رسی ولری او دوی به د بېلابېلو ناروغیو څخه وژغورل شی.
په همدی حال د سیمی یو شمېر اوسېدونکو پر شبکو خوښی څرګنده کړه، چې پاکو اوبو ته د نه لاسرسی ستونزې یې حل شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.