قطر د افغانستان او نړۍ ترمنځ د سیاسی لارې د پیدا کولو په هڅه کې دی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۸ نېټه):
د راپورونو له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزارت وایی، دوحې د افغانستان په مسایلو کې د یوه منځګړی رول لوبولی او اوس هم غواړی، څو د دغه هېواد او نړۍ ترمنځ د سیاسی لارې د موندلو لپاره کار وکړی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد محمد الانصاری په یوه خبری ناسته کې کندهار ته د قطری پلاوی د وروستی سفر په اړه ویلی، چې په دغه سفر کې پر مهمو اقتصادی مسایلو خبرې شوې دی.
ماجد محمد الانصاری زیاته کړې، قطر د افغانستان د سوکالۍ لپاره د ورور افغانستان له خلکو سره د مرستو په برخو کې ستره ونډه اخیستې ده.
د ده په خبره اوس قطر د بشری مرستو او همداراز د افغانستان او نړۍ تر منځ د یوې سیاسی لارې د رامنځته کېدو په تړاو هڅې کوی.
دې وروستیو کې باورونه دا دی چې د سرپرست افغان حکومت او نړیوالو ترمنځ د اړیکو د ښه‌ والی لپاره قطر مهم رول لوبولی شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.