کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۸ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې زابل کې د سرې میاشتې ټولنې مسوولینو ویلی، چې زابل ولایت کې یې تېر ۱۴۰۱ لمریز کال په ترڅ کې ۲ لکه ۳۷ زره ۴۳۷ تنو وړیا درملنه ترسره کړې ده.
د خبر له مخې د سرې میاشتې رییس ویلی، چې افغانی سره میاشت هغه خېریه او بشری ټولنه ده چې په سختو حالاتو کې یې خلکو سره لازمه همکاری کړې او په جنګی حالاتو کې یې شهیدان او زخمیان تر ځایه پوری رسولی.
د مسوولینو په وینا، د دغو مرستو ترڅنګ افغانی سرې میاشتې په ۱۴۰۱ کال کې ۵ زره کورنیو سره د خوراکی او غیری خوراکی توکو مرسته هم کړې ده.
د معلوماتو له مخې افغانی سره میاشت د زابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې اته صحی مراکز لری، چې څلور یې فرعی، درې یې ګرځندوی او یو اساسی کلنیک دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ