کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۸ نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر یو شمېر مسایلو تېلیفونی خبرې کړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوری په یو لړ ټویټونو کې ویل شوی، چې وزیر یې دغو خبرو کې خپل سیال ته ویلی، چې هېواد یې د افغانستان له لوری د اوبو ورخوشې کولو او له هلمند سینده د اوبو د حق غوښتونکی دی.
تویټونو کې راغلی، چې د افغانستان له لوری د اوبو ورپرېښودل او د ایران د اوبو حق په عملی بڼه ورکول د ایران د حکومت جدی غوښتنه ده او دا موضوع پر خپلمنځی اړیکو اغېز لری.
د ایران بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، د ایران حقابې نه ورکولو له امله چې د ایران په سیستان او بلوچستان سیمو کې د وچکالۍ کومې ستونزې رامنځته شوی، د ایران د بهرنیو چارو وزیر دې ستونزو ته په اشارې سره هیله څرګنده کړې، چې افغان لوری به هم د اوبو راخوشی کولو او سیستان ته رسېدو کې لازم اقدامات وکړی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له قوله بیا دوی ویلی، چې افغانستان له ایران سره د اوبو هوکړې ته ژمن دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ