عمران خان په کلابندۍ کې له بیا نیول کېدو وېره لری

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۸ نېټه):
د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې د دغه هېود مخکینی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران اندېښنه څرګنده کړې، چې د لاهور په زمان پارک سیمه کې یې استوګنځی پولیسو محاصره کړی او ښایی بیا ونیول شی.
د یادونې وړ ده چې عمران خان تېره سه شنبه د پلازمېنې اسلام آباد له یوې محکمې د مالی فساد په تور ونیول شو، خو وروسته د پاکستان سترې محکمې د نوموړی نیول غیر قانونی وبلل او خوشی یې کړ.
بلخوا د پاکستان پنجاب صوبه کې د اطلاعاتو ایالتی وزیر عامر میر ویلی، حکومت د عمران خان نیولو په تړاو هېڅ پرېکړه نه ده کړې.
د پنجاب اطلاعاتو وزیر زیاته کړې، عمران خان د حکومت د پارولو هڅه کوی.
نوموړی وایی، حکومت ته داسې تایید شوی راپورنه رسېدلی، چې په زمان پارک کې له دېرشو تر څلوېښتو پورې ترهګرو پناه اخیستې.
د نوموړی په وینا تېر ځل د عمران خان له نیول کېدو وروسته چې په لاهور ښار کې د قول اردو قوماندان کور سوځول شوی و، هغو کسانو ته هم له همدې ځایه لارښوونه کېده او پر پوځی تاسیساتو برید کوونکی هم په همدې زمان پارک کې پټ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.