کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۳۰ نېټه):
وروسته تر هغې چې د ایران ولسمشر یوه بیان کې د سرپرست افغان حکومت چارواکو ته د حقابې پر سر اخطار ورکړ، افغان لوری د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران لخوا په مکرر ډول د اوبو غوښتنه او بیا په رسنیو کې دغه ډول څرګندونې نامناسبې وبللې او دا یې د دواړو هېوادونو په زیان وګڼلې.
افغان حکومت خپله اعلامیه کې ویلی وو، چې دوی دې مسله کې نیمه پېړۍ وړاندې په ۱۳۵۱ لمریز کال کې شوې هوکړې ته ژمن دی او دغه هوکړه تر اوسه پخپل ځای ده.
د اعلامیې دغو څرګندونو ته په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلی، د افغانستان په بندونو کې د اوبو شتوالی او نه شتوالی معیار سیاسی بیانیه نه، بلکې عینی او تخنیکی کسان معلوموی.
نوموړی پر خپله ټویټرپاڼه زیاته کړې، چې په وروستیو میاشتو کې یې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر څخه یې په ځلونو غوښتنه کړې چې د اوبو د کچې د اټکلولو لپاره دې یوه تخنیکی پلاوی ته امکانات برابر کړی، خو په وینا یې سرپرست حکومت دا کار نه دی کړی.
د اوبو پر سر دې وروستیو کې د ایران او د سرپرست افغان حکومت ترمنځ د اړیکو مناسبات ترینګلی شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ