مېدان وردګو کې د مالدارانو د ملاټړ څلور مرکزونه جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۳۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هالنډ DC کمېټې په مالی لګښت د کرهنې او مالدارۍ ریاست له لوری په نرخ، سېدآباد او چک ولسوالیو کې د شاوخوا ۴ لکه افغانیو په لګښت ۲ د شیدو راټولولو او ۲ د حېواناتو د خوراک جوړولو مرکزونه جوړیږی.
د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ چارو آمر ویلی، د دغو مرکزونو د جوړولو چارې تجربه لرونکو کسانو ته وسپارل شوی او د دوی د ملاتړ لپاره شاوخوا ۴ لکه افغانی نغدی مرسته په دریو قسطونو کې ورکول کیږی او ور سره یو شمېر وسایل هم دوی ته تسلیم کیږی.
بل خوا د شیدو راټولولو مرکز مسوول وایی، د شیدو محصولاتو را ټولولو مرکز لا ډېرو امکاناتو ته ضرورت لری او هیله لری چې په مېدان وردګو ولایت کې د یادو محصولاتو د پروسېس معیاری مرکزونه هم جوړ شی.
د کرنې او مالدارۍ رییس د یادو مرکزونو له مسوولینو وغوښتل، چې د DC کمېټې د طرزالعمل مطابق خلکو ته کار وکړی او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکی کې به د دغه ولایت مالدارانو ته نور لازم فرصتونه هم برابر کړی.
د یا دولو وړ ده چې مېدان وردګ یو زراعتی ولایت دی چې ډېری خلک یې د کرنې او مالدارۍ له لارې خپلې روزمره چارې مخته وړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.