کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۳۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ویلی، ټاکل شوې چې نن د فراه په فرارود ولسوالۍ کې د سرپرست حکومت د لوړو پوړو چارواکو له لوری د بخش آباد بند پرانیستل شی.
د دغې خبر پر بنسټ یاد بند له ښی لوری د ۵۰ کیلومتره او له چپ لوری د ۵۲ کیلومتره کانال په لرلو د ۶۸ زره او ۵۹۰ هکټاره کرنیزی ځمکې د خړوبولو وړتیا لری.
افغان چارواکی په داسې مهال د دغه بند د پرانیستی خبر ورکوی، چې دې وروستیو کې د افغان او ایرانی لوری ترمنځ د هلمند د اوبو پر سر نادریو زور موندلی، چې له امله یې ایرانی لوری د خپلې حقابې په اړه افغان لوری ته د یوې میاشتې په ترڅ کې د اوبو د ورکړې خبرداری ورکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ