کندوز کې د سړکونو او کوڅو جوړولو ۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۳۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندز ښار په خیابان، کوچک علی، مسترې خانې، ذاخېل قدیم او کارته هلال ګذرونو کې د سړک جوړونې د ۵ پروژو چارې بشپړې او د کندز ښاروال لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
کندز ښاروال په دغو مراسمو کې ښاریانو ته ډاډ ورکړ، چې په روان کال کې به ډېر شمېر خامه سړکونو او کوڅو د جوړولو په اړه ګامونه پورته شی.
نوموړی د یادو گذرونو له اوسېدونکو وغوښتل، چې د سړکونو، کوڅو او نورو تاسیساتو په ساتنه کې دې له ښاروالۍ سره همکاری وکړی.
یاد سړکونه د اوبو لښتیو په ګډون په پخه او بنسټیزه توګه د کندز ښاروالۍ لخوا د یونپس دفتر (UNOPS) په مالی لګښت د ۲ لکه ۷۴ زره امریکایی ډالرو په ارزښت دریو میاشتو کې جوړ شوی، چې په جوړېدو سره یې د تګ_راتګ لپاره د آسانتیاو رامنځته کېدو سربېره ډېر شمېر چاپېریالی ستونزې حل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.