بلخ کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د کبانو د خوراکی توکو د تولید یوه کارخونه پرانستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۳۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د کبانو د خوراکی توکو د تولید یوه کارخونه پرانستل شوه.
بلخ کې د مفید ګروپ د کېفیت کنټرول مسوول وایی، دغه کارخونه د یو میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ ټنه د کبانو لپاره خوراکی توکو د تولید ظرفیت لری.
د هغه پر وینا، دا مهال په دغه کارخونه کې ۵۰ کسانو ته د کار کولو فرصت هم برابر شوی دی.
بلخوا د بلخ ولایت مقام مرستیال دغې کارخونو د پرانیستې غونډه کې سوداګرو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ او له نورو سوداګرو یې وغوښتل، چې پۀ کوز دننه پانګونه وکړی.
بلخ کې دغه کارخونه په داسې حال کې پرانستل کیږی، چې تر دې وړاندې په دغه ولایت کې د کبانو تر نیمایی ډېر فارمونه د خوراکی توکو د بیې لوړوالی له امله تړل شوی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.