لغمان کې د ۸۰ لکه افغانیو په ارزښت له شپږو کرنیزو اتحادیو سره د کرنیزو ماشینریو مرسته وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۳۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان ولایت کې د ۸۰ لکه افغانیو په ارزښت له شپږو کرنیزو اتحادیو سره د کرنیزو ماشینریو مرسته ترسره شوه.
د خبر له مخې په همدې موخه جوړې شوې غونډې کې چې د لغمان والی، د کرنې او مالدارۍ رییس، د اقتصاد رییس، د ملی راډیو ټلوېزیون آمر او د FGA د ختیځ زون مسوول ترڅنګ یو شمېر نورو مسولینو او د اتحادیو غړو ګډون درلود، په کې مسوولینو وویل چې په دغو کرنیزو ماشینریو کې څلور ترکتورونه، سره له ټرالۍ، څلور زرنجې، څلور د اوړو ژرندې، اووه د غمنو د رېبلو ماشینونه، پنځه واړۀ ټراکټورونه د باغدارۍ لپاره شامل وو، چې د خوړو نړیوال سازمان په مالی مرسته او د FGA په همکارۍ تېره ورځ د لغمان د مختلفو سیمو پر شپږو کرنیزو اتحادیو ووېشل.
مسوولینو له مرسته کوونکې موسسې څخه د مننې ترڅنګ د دې ولایت په کرنیزو پرمختګونو ته په اشارې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې بزګران به پیاوړی او لغمان به په کرنیزه برخه کې د نورو له مهتاجۍ څخه وژغوری.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د لغمان په مختلفو ولسوالیو کې پر بزګرانو ماشینرۍ، اصلاح شوی تخمونه او څارویو لپاره یې خوراکی توکی وېشل شوی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.