کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۳۱ نېټه):
د ډیلې مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د یوه بریټانوی سیاحتی شرکت مسوول د ۴ زره پونډو په بدل کې لۀ بریټانیا څخه افغانستان ته د سېلانیانو لپاره د سیاحت زمینه برابروی.
د خبر پربنسټ که څه هم د بریټانیا حکومت خپلو وګړو ته لارښوونه کړې، چې افغانستان ته له سفر کولو څخه ډډه وکړی، خو د دې ورځپاڼې د راپور له مخې انځور اخیستونکی “جو شېفر” تېر کال ځینې سېلانیان افغانستان ته راوړی دی.
دغه ورځپاڼه زیاتوی، شیفر په پام کې لری چې په راتلونکو اونیو کې یوې سترې ډلې سېلانیانو ته هم افغانستان ته د سفر زمینه برابره کړی.
افغانستان چې د اوسنی سرپرست حکومت په واکمنېدو سره په کې جګړې پای وموند، ډېری د سیاحت او ښکلا ځایونو ته یې نړیوال رامات شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ