کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو پراختیایی ادارې ویلی، د ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې یې په افغانستان کې د آبادی په نوم د پروژې له لارې د نږدې ۱۳ زره بزګرو ښځو ملاتړ کړی دی.
د افغانستان لپاره د UNDP څانګې پرون په یوه ټویټ کې د فاطمې په نوم د یوې افغانې یادونه کړې او ویلی یې دی، نوموړې د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه ګټونکې ده چې د دې ادارې په مرسته توانېدلې، د خپلو وزو د مستو او چکې د پلورلو له لارې خپل ژوند مخته یوسی. افغانستان چې اقتصاد یې تر ډېره پر کرنه ولاړ دی، په کلیوالی سیمو کې ښځې د کور د کارونو ترڅنګ له خپلو سړو سره په کروندو کې هم لاس یو کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ