د هند سوداګریز کرکټ لیګ کې د دوهم پړاو لوبډلې معلومې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی لومړی نېټه):
د هند غوره لیګ یا IPL لیګ لومړی پړاو سیالۍ بشپړې شوې او ګجرات لوبډلې په خپلې وروستۍ لوبې کې د بنګلور لوبډلې په ماتولو سره د نمرو په جدول کې یو وار بیا لومړی مقام وساته.
تېره ورځ د ګجرات ټایټانز او رویل چلینجرز بنګلور ترمنځ د لیګ پړاو وروستۍ سیالی ترسره شوه، چې ګجرات لوبډلې په ۶ وېکټو وګټله. د دې سیالۍ ګټل د بنګلور لوبډلې لپاره خورا اړین و، خو هغوی ونه کړای شول چې له ۱۹۸ منډو دفاع وکړی او په دې سره سږکال هم ‘پلې اف’ ته له رسېدو پاتې شول.
په یادې سیالۍ کې د بنګلور لپاره ویرات کولی او د ګجرات لپاره شبمن ګیل سلیزې ووهلې. راشدخان او نوراحمد هم خپلې لوبډلې ته ښه ولوبېدل چې خان یوه او نوراحمد دوه وېکټې واخیستې.
د لیګ پړاو تر بشپړېدو وروسته ګجرات ټایټانز په اول، چینای سوپرکینګز په دوهم، لکنو سوپر جاینټز په درېیم او ممبیی اینډینز په څلورم مقام کې پاتې شول.
د آی پی ایل سیالیو لومړی پلې اف به د مې په ۲۳مه نېټه د ګجرات او چینای لوبډلو ترمنځ ترسره شی.
دغه راز ممبی اینډینز او لکنو سوپرجاینټز لوبډلې به د می په ۲۴مه نېټه دوهم پلې اف ترسره کړی او بیا به د همدې میاشتې په ۲۸مه نېټه د یادو سیالیو پایلوبه په احمدآباد ښار کې ترسره شی.
د ویلو ده چې افغان لوبغاړی راشدخان د زیاتو وېکټو اخیستونکو په ډله کې له محمدشامی سره برابر دی او ۲۴ لوبغاړی یې سوځولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.