د سرې میاشتتې لۀ لوری د جلال آباد لۀ ښاره د سوالګرو کسانو د راټولولو او ثبت کمپاین پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی لومړی نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مسوولینو ویلی، چې دغه کمپاین د جلال آباد ښار لۀ لومړۍ ناحیې پیل شوی، چې په ترڅ کې به یې هغه سوالګر راټول شی، چې اوسمهال په سوال کولو بوخت دی.
د ننګرهار سرې میاشتې د زون په کچه مسوول ډاکټر احسان الله ممله وال وایی، راټول شوی سوالګر به ټاکل شوی ځای ته تر لېږدولو وروسته بامیټریک کیږی، څو حرفوی او غیر حرفوی سوالګر سره جلا شی.
په ورته وخت کې پر سوال کولو بوخت کسان وایی، لۀ ناچارۍ یې سوال کولو ته مخه کړې ده.
دوی وایی، که حکومت ورته میاشتینی امتیاز ورکړی، هېڅکله نه غواړی بېرته سوال کولو ته وروګرځی.
بل لور جلال آباد ښاریان د دغه کمپاین هرکلی کوی.
دوی وایی، د سوالګرو ډېرېدو له امله ورته د مستحق او نامستحقو سوالګرو پېژندل ستونزمن شوی وو.
د ننګرهار سرې میاشتې د معلوماتو لۀ مخې هغه کوچنی ماشومان، چې په سوال کولو بوخت دی د کار او ټولنیزو چارو ریاست مرستونونوته ور پېژندل کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.