کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د عامې روغتیا وزارت ویلی، په افغانستان کې هر کال د لسو او ۱۲ زرو ترمنځ کسان د نری رنځ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی.
د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت د نری رنځ د مخنیوی نړیواله ورځ نن د یوې غونډې پرمهال کابل کې ونمانځله.
د مارچ ۲۴ مه په نړۍ کې د نری رنځ د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږی، خو په افغانستان کې دا ورځ نږدې دوه میاشتې وروسته ونمانځل شوه.
د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ معین ویلی، چې تېر کال په افغانستان کې د نری رنځ ۷۶ زره پېښې او هم د درملو پر وړاندې د مقاومت ۴ زره ۸ سوه پېښې ثبت شوې وې.
نوموړی وویل، چې د نری رنځ یوه ساری ناروغی ده او په لسو هغو ناروغیو کې شامله ده، چې په نړۍ کې د خلکو ژوند اخلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ