زابل کې لس استنادی دېوالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی لومړی نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل ولایت د کلیو پراختیا ریاست مسوولین خبر ورکړی، چې د دوی تر چتر لاندې، د نړیوال خوراکی پروګرام (UNDP) په مالی مرسته او ( ADA) مؤسسې په تخنیکی همکارۍ سره د زابل ولایت په مرکز قلات سپنی غبرګه او نورک سیمو کې ۶ او د شاجوی ولسوالۍ د جمال خېلو په سیمه کې ۴ استنادی دېوالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د خبر له مخې ولسوالۍ کې د جوړو شویو دوو استنادی دېوالونو طول ۴۸ متره عرض او ارتفاع یې څلور په څلورو کې ده.
د مسوولینو په خبره یاد دېوالونه د ۲ لکه ۳۵ زره امریکایی ډالره لګښت راغلی، چې په کې ۲۵۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.