شمال زون کې ملګرو ملتونو پر افغان کډوالو څۀ باندې ۳ زره سولری تختې وېشلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ اعلان کړی، چې د افغانستان په شمال زون کې یې د لمریزی برېښنا څه باندې درې زره تختې وېشلی دی.
دا سولر پینلونه یا تختې تر ډېره په راستنېدونکو او داخلی بې ځایه شویو خلکو وېشل شوی دی.
د UNHCR افغانستان څانګې پر خپل ټویټر لیکلی، چې یوازې یې په بغلان کې په ۱۳۰ کورنیو سولری تختې وېشلی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ ډاډ ورکړی، چې له افغان راستنېدونکو او کورنیو بې ځایه شویو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوی، خو په خبره یې مهمه دا ده، چې د دوی لپاره کافی بودیجه په واک کې ورکړل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.