کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ارګاشیف په خپل هېواد کې د اروپایی ټولنې له سفیر او د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرام له استازی سره لیدلی دی.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې په دې کتنه کې د افغانستان د اتباعو په ځانګړې توګه د هلکانو او نجونو لپاره د تعلیمی پروګرامونو د تطبیق په برخه کې د ازبکستان، اروپایی ټولنې او د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرام ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې شوی.
په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې دوی د ښځو د بنسټیزو حقونو د تامین پر اړتیا ټینګار وکړ، چې په کې زده کړو او کار ته د لاسرسی حق او همدارنګه د افغانستان خلکو ته د بشری مرستو په رسولو ټینګار شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ