د هلمند په سنګین کې د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د هاشم ساروانی لېسې د بیارغونی چاری پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیورږز د خبر له مخې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د هاشم ساروانی په نوم عالی لېسه، چې په تېرو جګړو کې تخریب شوې وه، د بیارغونې چارې یې د LKRO موسسې لخوا د UNICEF په مالی ملاتړ د پوهنې ریاست په همکارۍ پیل شوې.
د خبر له مخې د هاشم سروانی په نوم دغه عالی لېسه چې شپږ ټولګی لری، د څه کم څلور میلیونه افغانیو په لګښت سره به د UNICEF په مالی ملاتړ د صفت زاهد ساختمانی شرکت لخوا د دوو میاشتو په جریان کې ورغول شی.
د معلوماتو له مخې یادې موسسې د هلمند په ټولو ولسوالیو کې پر ۹۵ پروژو کارونه پیل کړی چې له جملې یې ۳۵ تکمیل شوی او د ۶۰ نورو پروژو چارې عملاً روانې دی.
مسوولین وایی، پاتې پروژې به هم د دغې لېسې د بیا رغېدو سره هم مهاله په دوو میاشتو کې بشپړې شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.