کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د نیمروز ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلی، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې تر ۱۶ سوو ډېر په نشه یی توکو روږدی کسان د درملنې لپاره کندهار ته لېږلی دی.
دغه چارواکی زیاتوی، چې د زرنج ښار او د نیمروز ولایت له ولسوالیو څخه ۹۰ سلنه روږدی راټول شوی او د ټولولو لړۍ یې لا هم روانه ده.
بلخوا د دې ولایت اوسېدونکی په نشه یی توکو د روږدو کسانو له راټولېدو خوښی څرګندوی او له سرپرست افغان حکومت څخه غواړی، چې د دغو کسانو د درمنلې لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړی.
د چارو یو شمېر څارونکی بیا پۀ دې باور دی چې د دغو کسانو تر درملنې وروسته د روزګار نشتون له امله ډېر یې بېرته نشه یی توکو ته مخه کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ