له تاو تریخوالی ډک فلمونه او سریالونه او د راتلونکی نسل لپاره اروایی ستونزې!

له تاو تریخوالی ډک فلمونه او سریالونه او د راتلونکی نسل لپاره اروایی ستونزې!

بهشته ارغند

که څه هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکی وایی چې هېڅ رسنۍ حق نه لری په ټولنه کې تاوتریخوالی ته لمن ووهی او یا د ټولنې ماشومان تاوتریخوالی ته وهڅوی، خو په عملی ډګر کې د افغانستان ګڼې انځوریزې رسنۍ داسې فلمونه او سریالونه خپروی چې له تاو تریخوالی ډکې صحنې لری او د هغې په لېدلو ماشومان او لویان د تاوتریخوالی لوری ته هڅول کېدای شی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال سید آقا حسین فاضل سنچارکی په یوه ځانکړې مرکه کې وویل چې له رسنیو سره په ډېرو غونډو کې پر دې بحث شوی تر څو د هغو سریالونو د خپراوی مخه ونیسی چې په ټولنه کې یې ماشومان په لیدو د تاو تریخ والی او تشدد لوری ته هڅول کېږی.

نوموړی وایی چې د هېواد امنیتی وضعیت ته په کتو رسنۍ باید داسې څه خپاره کړی چې په ټولنه کې یووالی، عدالت، مهربانی، همکاری، او مینه رامنځته کړی.

د سانچارکی د معلوماتو له مخې په نژدې راتلونکی کې به د رسنیو د نشراتو او خپرونو لپاره یوه پالیسی جوړه شی چې له مخې به یې د هغو سریالونو د خپرېدو مخنیوی وشی چې په ټولنه کې په تېره بیا پر ماشومانو بده اغېزه لری او هغوی تاوتریخوالی ته هڅوی.

نوموړی زیاته کړه چې د رسنیو د قانون له مخې، هېڅ رسنۍ دا حق نه لری چې په ټولنه کې تاوتریخوالی رامنځته کړی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال په وینا، دوی تر اوسه په دې اړه هېڅ رسنۍ نده جریمه کړې، خو یوازې د یاد وزارت له خوا توصیه ورته شوې تر څو د دې ډول فلمونو او سریانو د خپراوی مخه ونیسی او په ټولنه کې ماشومان تاوتریخوالی ته و نه هڅوی.

دا په داسې حال کې ده چې د استاذ ربانی پوهنتون د روان پوهنې څانګې استاذ، شرف الدین عظیمی وایی چې له انځوریزو رسنیو څخه د جنګی فلمونو او سریالونو خپرېدل، پر ماشومانو بده اغېزه لری او دوی به په راتلونکی کې له ستونزو سره مخ کړی.

نوموړی وویل چې د همدې سریالونو له وجې ډېری ماشومان د شپې په خوب کې وېرېږی او پر خپل ځان باور له لاسه ورکوی.

د ارواه پوهنې ددې کار پوه په وینا، ماشومان د دې ډول فلمونو او سریالونو له وجې په ښوونځی کې هم وروسته پاتې کېږی او خپلو درسونو ته په سمه توګه رسېدنه نه شی کولای.

نوموړی اندېښنه څرګنده کړه چې ددې ډول فلمونو او سریالونو په لېدلو روږدی به د نن ورځې ماشومان د سبا ورځې سم راتلونکی و نه لری.

بل خوا د کابل ښار اوسېدونکی اېمل چې د دوه زامنو پلار او د یوې دولتی ادارې مامور دی، وایی چې “کله ماښام کور ته راشم نو د کار د ستړیا له امله نشم کولای پر ماشومانو د ټلویزیون د لیدو یا د ځینو خاصو سریالونو د لېدلو یا نه لیدلو پابندی ولګوم، چې د دوی په ضرر وی.”

نوموړی په داسې حال کې چې وایی جنګی سریالونه او فلمونه پر ماشومانو ناوړه اغېز لری او دوی تاوتریخوالی ته هڅوی، د ټلویزیونونو له مسؤولینو او همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له چارواکو هیله لری تر څو ددې ډول فلمونو او سریالونو د خپراوی مخه ونیسی.

ایمل وویل چې لومړۍ نښه یې همدا ده چې کله ماشومان له کوره بهر د لوبو لپاره ووځی د یادو سریالونو اکټونه او نومونه یو بل باندې ږدی او یو بل ته په یادو نومونو غږ کوی.

د درېچې نور ښوونځی ښوونکې زمزمه، بیا په دې اړه په دې نظر ده چې ګڼ ماشومان ددې ډول جنګی سریالونو او فلمونو تر لېدو وروسته، په ښوونځی کې له تاوتریخوالی کار اخلی.

دغه ښوونکې وایی چې کله ماشومان له درس نه د پنځو دقیقو لپاره بیکاره شی نو له یو بل سره د جنګی سریالونو کیسې کوی او ترې خوند اخلی.

زمزمې وویل چې د راتلونکی نسل د سمې روزنې لپاره، رسنۍ باید په خپلو نشراتو کې ځینی بدلونونه راولی تر څو د ټولنې ماشومان تاوتریخوالی ته و نه هڅول شی.

دې زیاته کړه چې په کورونو کې هم باید د ماشومانو کورنۍ د دوی له خوا د یادو سریالونو او فلمونو د لیدو مخه ونیسی تر څو په ټولنه کې د تاوتریخوالی مخه ونیول شی.

همدارنګه د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې مشر او رسنیز فعال، سردار محمد دیندارخېل بیا وایی چې په افغانستان کې د ګڼو انځوریزو رسنیو خپرونې، فلمونه او سریالونه د ژورنالیزم او رسنیزو اصولو خلاف دی. د نوموړی په نظر ژورنالیزم او رسنیز کار په ټولنه کې د مثبت بدلون لپاره خلکو ته مثبت پیغام ورکول دی، نه د تاو تریخ والی خپرول.

دیندارخیل زیاتوی چې د افغانی رسنیو له لوری د رسنیز کار اصول او مقررات نه مراعات کېږی او له تاو تریخوالی او خشونت څخه ډکو بهرنیو فلمونو او سریالونو په خپرولو سره، د ټولنې راتلونکی نسل د تباهۍ کندې خواته هڅوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.