کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۶ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستانی امنیتی ځواکونو په کاروان ځانمرگی برید کې دوه امنیتی چارواکی وژل شوی او ۱۹ کسان ژوبل شوی دی.
د خبر له مخې دغه کاروان باندې نن یو موټرسایکل سپاره ځانمرګی برید کوونکی هغه مهال برید وشو، چې له دېره اسماعیل خان څخه جنوبی وزیرستان ته پر لار روان و.
تر اوسه د دغې برید مسوولیت چا نۀ دی منلی، خو تېر کې د دغه ډول بریدونو مسوولیت د پاکستانی طـ.ـالبانو تحریک منلو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ