کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت اټکل کړی، چې نن یکشنبه او سبا دوشنبه به د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچه لوړه شی او کېدای شی، سېلابونه هم ځینو سیمو کې راووځی. دغه وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د دغه اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د هلمند او کابل حوزو کې شوی دی.
یاد وزارت دغه اټکل په داسې مهال کوی، چې تېره اونۍ هم د اورښت او سېلابونو له امله هېواد کې د ګڼو مالی زیانونو ترڅنګ ۱۳ تنه مړه کړی او اته تنه نور یې ژوبل کړی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ