کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې د پاکستان سفارت له شارژدافیر عبیدالرحمن نظامانی سره کتلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلی، چې په دغه کتنه کې پاکستان ته د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت په مشرۍ د سیاسی او سوداګریز پلاوی ترسره شوی سفر مثبت ارزول شوی او د دوه اړخیزو سیاسی او اقتصادی همکاریو د ودې په هکله تعقیبی یادونې وشوې.
نوموړی لیکلی، چې په دې ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په غوښتنه او ټینګار د هېوادوالو د تګ_راتګ په برخه کې د اسانتیا رامنځته کېدو په موخه د پاکستان سفارت او د بهرنیو چارو وزارت کونسلی ریاست ترمنځ د یوې ګډې کمېټې پر جوړېدو هوکړه وشوه.
په دغې لیدنه کې نظامانی د هغو پاکستانی زده کړیالانو په هکله چې افغانستان ته د زده کړو په موخه راځی، د ویزو د وخت د زیاتوالی غوښتنه هم کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ