کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې د تورخم بندر مسوولینو ویلی، چې له پاکستان څخه هره ورځ له ۲۰_۷۰ کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږی.
د مسوولینو په وینا په تېرو دوه میاشتو کې د راستنو شویو کډوالو کورنیو شمېر ۲ زره ۸ سوو ته رسېدلی دی. مسوولین زیاتوی، چې راستانه شوی کډوال په ننګرهار، کونړ، لغمان ،لوګر، ارزګان، کندز، هلمند او نورو ولایتونو کې ځای پرځای شوی دی.
د تورخم بندر د انتقالاتو آمر د تورخم بندر له لارې له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدو لړۍ د چټکوالی لاملونه په هېواد کې د سرتاسری امن ټینګښت، د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه او کډوالو ته د کاری زمینې برابرېدل په ګوته کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ