د کډوالو چارو وزیر لۀ نړیوالو غوښتی، چې باید افغانان هېر نه‌ کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت سرپرست په کابل کې اړمنو مېرمنو ته د مرستو د وېش بهیر په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلی، نړیوال باید افغانان هېر نه‌ کړی.
د خبر له مخې نوموړی غوښتنه کړې، چې له اړمنو افغانانو سره داسې مرستې وکړی، چې د هغوی بنسټیزې ستونزې حل شی.
نوموړی همداراز وویل، اوس په افغانستان کې سراسری امن دی، چې پۀ همدې اساس پر نړیوالو غږ کوی، چې افغانان کډوالۍ ته د اړ ایستلو پر ځای د افغان کډوالو په راستنولو کې له دوی سره مرسته وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.