کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۷مه نېټه):
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې نن د ترکیې خلک د خپل هېواد د ولسمشرۍ په دوهم پړاو ټاکنو کې ګډون کوي.
د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پرمختګ ګوند مشر رجب طیب اردوغان او د شپږو ګوندونو د ایتلاف ګډ کاندید کمال قیلچدار اوغلو د مې د ۱۴مې نېټې د ټاکنو په لومړي پړاو کې د پنځوس سلنې رایو په ګټلو کې پاتې راغلل.
۶۹ کلن اردوغان له شلو کلونو راهیسې په واک کې دی. د اردوغان سیال ۷۴ کلن اوغلو ویلي، که ټاکنې وګټي نو د ښځو حقونه به پیاوړي کړي او د سوریې کډوال به بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/