د پاشدان بند رغنیزې چارې بیا پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۷مه نېټه):
د خبرونو پر بنسټ له دوه کلن ځنډ وروسته په هرات کې د پاشدان بند ابتدایی رغنیزې چارې بیا له سره پیل شوې.
د دغه بند مسوولین وایی، چې د یادې پروژې اصلی کارونه به د سرپرست افغان حکومت د چارواکو له سپارښتنې وروسته پیل شی.
د پاشدان بند د هرات ښار د اوبو د سرچینې په توګه پېژندل کیږی. د هرات ښار اوسېدونکی د پاشدان بند د رغنیزو چارو بیا پیل شته شېبې شماری، دوی له سرپرست حکومت څخه غواړی چې ژر تر ژره د دغه بند اساسی کارونه پیل کړی.
سرپرست افغان حکومت مخکې له دې اعلان کړی و، چې د روان لمریز کال په لړ کې به د هرات پاشدان بند په ګډون، د ۱۱ نیمګړو پاتې پروژو چارې له سره پیل کړی.
د پاشدان بند د جوړېدو کار تر ۸۵ سلنه مخته تللی دی، د کار له پیلېدو سره تر راتلونکو پنځو میاشتو د اوبو او برېښنا دغه بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.