کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۷مه نېټه):
د اناتولیا خبری آژانس د خبر له مخې ترکیه کې واکمن ولسمشر رجب طیب اردغان ۵۲،۸۷ او د هغه سیال کمال بیا ۴۷،۱۳ سلنه رایې ترلاسه کړی دی.
د ترکیې د ټاکنو د عالی شورا مشر هم په یوه خبری کنفرانس کې چې د ترکیې د رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شوه، اعلان وکړ چې خلکو رجب طیب اردغان د راتلونکو نورو پنځو کلونو لپاره د ترکیې ولسمشر وټاکه.
د قطر امیر لومړنی بهرنی لوړ پوړی چارواکی و، چې اردغان ته یې د بریا مبارکی ورکړه.
ترکی رسنیو همدا راز زیاته کړې، چې د رجب طیب اردغان پلویانو د ترکیې هېواد په بېلابېلو برخو کې سړکونو ته راوتلی او د بریا جشنونه یې پیل کړی دی.
تر دې وړاندې د ترکیې لومړی پړاو ټاکنو کې هېڅ کوم کس د پنځوس جمع یو رایې پۀ ترلاسه کولو نۀ وو توانېدلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ