افغانستان سره د بشری مرستو د همکاریو تړون لاسلیک شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سعودی عربستان په جده ښار کې د اسلامی پراختیایی بانک د رییس ډاکټر محمد الجاسر په سرپرستۍ د افغانستان لپاره د بشری مرستو د صندوق له لارې شپږو نړیوالو موسساتو سره څه د پاسه د ۸.۱ میلیونه امریکایی ډالرو د مرستو رسولو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د خبر له مخې د همکارۍ دغه تړونونه په جده کې د اسلامی پراختیایی بانک د ۲۰۲۳ زېږدیز کال کلنۍ غونډې په څنډه کې لاسلیک شوی دی.
د اسلامی پراختیایی بانک رییس ډاکټر محمد الجاسر ویلی، د دې تړونونو پر بنسټ به په افغانستان کې د هغو کورنیو سره مرستې وشی، چې د ژوند د دوام لپاره د خوراک لومړنی توکی، د اقلیم د بدلون او وچکالۍ له امله پاکو اوبو ته لاسرسی ونه لری او لرې پرتو سیمو کې له لومړنیو روغتیایی خدماتو بې برخې وی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.