د نړۍ ډېری واکمنانو د ترکیې ټاکنو کې اوردغان ته د بریا مبارکی ویلې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۸ مه نېټه):
وروسته له هغې چې اردوغان د ترکیې د ولسمشرۍ په دوهم پړاو ټاکنو کې د ۵۲ سلنې رایې په ګټلو سره ګټونکی اعلان شو، د نړۍ ډېری مشرانو اردغان ته د نوموړی د بریا مبارکی وویله.
د امریکا ولسمشر جوبایډن، د انګلستان لومړی وزیر ریشی سناک، د سعودی عربستان پاچا سلمان، د قطر امیر، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکی رجب طیب اردوغان ته مبارکی ویلې ده.
د سرپرست افغان حکومت رییس الوزرا هم اردغان ته د بریالی کېدو مبارکی ویلې او هیله یې کړې، چې نوموړی به د خدای په مرسته ترکیې ته چې په سیمه او نړې کې ځانګړی اهمیت لری، لا نور قوت، ثبات او د دین خدمت ور په برخه کړی.
رجب طیب اردوغان د خپلو اسلامپالو سیاستونو له امله د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو اسلامی هېوادونو کې په لوی شمېر مینوال لری.
د ترکی رسنیو د خبر له مخې تېره شپه په زرګونو د اردغان مینوال ترکیه کې لارو_کوڅو ته راوتلی وو او د نوموړی پر بریا یې جشن نیولی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.