کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلی، د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال د مې له میاشتې راهیسې یې ټیمونو د کندهار په سپین بولدک کې په ټرانزیټی مرکز کې ۷ زره ۳۶ نویو راستنو شویو ته له رسېدو وروسته مرستې برابرې کړی دی.
د IOM ادارې پرون په یوه ټویټ کې دا خبره کړې، خو د دغو مرستو نور جزییات یې نه دی ورکړی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان راستنېدونکی افغان کډوال یو له ډېرو زیان ګالو ډلو څخه بللی دی.
تر دې یوه ورځ مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ ویلی و، چې په افغانستان کې د امنیتی وضعیت له ښه کېدو سره له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ګاونډیو هېوادونو له ۱ میلیون او ۳ لکه زیات کسان بېرته خپلو اصلی مېنو ته ستانه شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ