امریکا او سعودی عربستان په سوډان کې د اوربند غځېدو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۸ مه نېټه):
په داسې حال کې چې نن په سوډان کې د دواړو لورو ترمنځ شوی اوربند پای ته رسېدلی، د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې تازه سعودی عربستان او امریکا د یاد اوربند د غځېدو غوښتنه کړې.
د خبر له مخې دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ویلی، چې د اوربند غځول به د سوډان د خلکو لپاره د بېړنیو بشری مرستو رسول اسانه کړی.
په اعلامیه کې د جګړې پر دواړو لورو غږ شوی، چې خبرې اترې دې روانې وساتی، څو د اوربند د غځولو هوکړې ته ورسېږی. تېره اونۍ د امریکا او سعودی په منځګړیتوب د یادې جګړې ښکېلو لورو د یوې اونۍ لپاره اوربند وکړ، خو له اوربند سره سره په پایتخت خرطوم او یو شمېر نورو سیمو کې د جګړې خبرونه ورکول کېدل.
تر اوسه ښکېلو غاړو د دغې غوښتنې په غبرګون کې څۀ نۀ دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.