کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت یو شمېر بزګرانو د غنمو له راټولو شویو حاصلاتو خوښی څرګنده کړې.
دوی ویلی، د ښو تخمونو او زیار له امله یې سږ کال حاصلات تر پخوا ښۀ وو.
بزګران کۀ څۀ هم د غنمو له ښو حاصلاتو خوښ دی، خو پۀ بازار کې د غنمو بیې ټیتوالی او د کیمیایی سرو لوړو نرخونو ورته سرخوږی جوړ کړی.
بل لور ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ رییس وایی، سږ کال اړتیا سره سمو اورښتونو له امله د غنمو په حاصلاتو کې ۲۷۶ ټنه ډېروالی راغلی.
ننګرهار کې د غنمو پۀ حاصلاتو کې د زیاتوالی خبر په داسې مهال ورکول کیږی، چې دې ورستیو کې سېلابونو د یو شمېر سیمو کروندې او ولاړ فصلونه سخت زیانمن کړل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ