لوګر کې د ناچاودی ماین چاودنې د یو تن ژوند واخېست

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلی، چې نن له غرمې وړاندې د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د دهنو د سیمې یو تن، چې غوښتل یې د خپل کور په انګړ کې د یوې کوټې د جوړلو چارې پیل کړی، له تېر وخت څخه پاتې ماین پرې چاودلی دی.
د خبر له مخې دغه پېښه کې نوموړی کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د دغه ولایت په برکی برک ولسوالۍ کې یو بل کس چې ملکی وګړی و، په ورته پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.