لغمان کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر لۀ مخې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د ۳ میلیونه افغانیو په مالی لګښت د شېخ صیب له سیمې تر کندې کلی پورې د ۳ کیلو متره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.
د لغمان والی د دغه سړک د چارو د پیل په مراسمو کې خوښی څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې په جوړېدو سره به یې لس ګونه کلی او درې له عمومی سړک سره وصل شی.
د ولایتی ادارې پۀ وینا نږدې راتلونکی کې به په دې ولسوالۍ کې نورې بېلابېلې سترې او کوچنۍ پروژې هم پیل کړی، چې ورسره سم به د ولسونو ستونزې راکمې شی.
ځایی خلکو لۀ مسوولینو او چارواکو غوښتنه وکړه، چې د دوی سیمو ته دې ټولو برخو کې ځانګړې پاملرنه وکړی.
ځایی مسوولینو ویلی، چې یاد سړک به د ولسونو په مالی همکارۍ د دوه میاشتو په جریان کې جوړ شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.